د داوطلبانه بیرته ستنیدنې او په ټولنه کې د ادغام لپاره مرسته AVRR

ژبه انتخاب کړئ:

کور ته تلل غواړئ؟

ایا تاسو هغه کډوال یاست چې کور ته بیرته ستنیدلو ته اړتیا لرئ خو د ستنیدلو لپاره امکانات نلرئ؟

د IOM د AVRR پروګرام کولای شی چې تاسو سره مرسته وکړی!

MiRA

لویدیځ بالکان

د کډوالو د نوملیکنی کړیال (اپلیکیشن)
Phone

وګورئ چې دمخه نوملیکنه څومره اسانه ده د AVRR لپاره او د معلوماتو له اړخه تازه اوسیدلو لپاره.

MiRA WB

د کډوالو د نوملیکنی کړیال (اپلیکیشن)
نور معلومات
اړیکه
کارکوؤنکي IOM AVRR
په نارنجي جاکټونو کې
jacket-img
Alb
البانیا: +355 69 209 0152
BiH
بوسنیا او هیرزیګووینا: +387 61 964 575
Mne
مونټینیګرو: +382 68 806 919
Ks
کوسوو*: +38349968524
Nmk
شمالي مقدونیه: +389 70 393 147
Srb
صربیا: +381 63 624 016
map

*References to Kosovo shall be understood to be in the context of United Nations Security Council resolution 1244 (1999).

map

معلومات

د بیرته ستنیدلو په اړه

map

سفر

د سفر د سند او د الوتکې ټیکټونه

map

طبي مرسته

که اړتیا وی نو یوځای تلونکي یا ایسکورټ

map

ملاتړ

د سفر دمخه، د سفر په ترڅ کې او د سفر نه وروسته

map

مرسته

هیواد ته ستاسو د ستنیدلو نه وروسته

د داوطلبانه بیرته ستنیدنې او په ټولنه کې د ادغام پروګرامونه (AVRR) هغه کډوالو لپاره چې په کوربه/ ټرانزیټ هیواد کې پاتې کیدلو ته چمتو نه وي او خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدلو پریکړه یې کړي وی په ټولنه کې د بیا یوځای کیدلو د مرستې په شمول اداري، لوژیستیکي او مالي ملاتړ چمتو کوي. (د IOM د کډوالۍ قاموس)

1

مونږ سره اړیکه ونیسئ

موږ ستاسو په خپله ژبه کولای شو چې ستاسو هری پوښتنې ته ځواب درکړو او تاسو ته د هرڅه په باره کې چې اړتیا لرئ معلومات وړاندی کړو.

مونږ سره اړیکه ونیسئ
2

پریکړه ستاسی ده

کله چې تاسو په خپلو ټولو انتخابونو باندی په بشپړه توګه پوه شئ نو هله به مونږ تشریح کړو چې موږ څنګه کولای شو تاسو سره مرسته وکړو.

پریکړه ستاسی ده
3

د AVRR لپاره غوښتنه وکړئ

موږ به تاسو ته توضیح درکړو چې تاسو څنګه کولای شئ چې د خپل هیواد د سفارت یا قونسلګرۍ څخه د سفر اسنادونه ترلاسه کړئ. که اړتیا وي نو IOM کولای شي چې د غوښتنلیک د پروسې په جریان کې هم تاسو سره مرسته وکړي او همدارنګه که تاسو هیڅ ډول سند نلرئ نو د نوی سندونو لپاره پیسې هم ورکړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د غوښتنلیک لپاره او د خپل ملیت او هویت ثابتولو لپاره تاسو پخپله مسؤل یاست. په IOM کې زموږ لپاره دا مهمه ده چې تاسو په خوندي ډول سفر وکړئ، نو د همدی له کبله که چیری تاسو کومه طبي ستونزه لرئ نو موږ باید خبر کړئ، مهرباني وکړئ موږ ته ووایاست ترڅو موږ وکولای شو چې تاسو سره مرسته وکړو.

د AVRR لپاره غوښتنه وکړئ
4

د روانیدو پلان

کله چې ستاسو غوښتنلیک ومنل شي نو بیا موږ کولای شو یوځای پلان جوړ کړو او تاسو سره مرسته وکړو ترڅو پریکړه وکړئ چې بیرته کور ته ستنیدلو لپاره مناسب وخت کله دی. موږ به تاسو سره په هوایی ډګر کې مرسته وکړو، ستاسو ټیکټونه به چمتو کړو او زموږ ټیم حتی تاسو سره ستاسو د الوتنې په چیک-این کې هم مرسته کولای شي

د روانیدو پلان
5

ستاسو په خپل هیواد کې

زموږ ټیم کولای شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو ټول هغه معلومات ترلاسه کړئ چې د راتلونکی ګام پورته کولو لپاره ورته اړتیا لرئ. که تاسو IOM سره بیرته ستانه شئ نو تاسو خپل هیواد ته په رسیدلو سره ممکن اضافي ملاتړ څخه د ګټی پورته کولو لپاره هم وړ واوسئ. دا ملاتړ د بیایوځای کېدنې د مرستې په نوم یادیږی. کله چې میشت شئ او تاسو وغواړئ چې حرفوي زده کړې غوره کړئ یا خپله سوداګری پیل کړئ او یا هم د لومړیو میاشتو لپاره کرایه ورکړئ نو ستاسو په هیواد کې د IOM همکاران کولای شي تاسو ته مشوره درکړي.

ستاسو په خپل هیواد کې

د مهاجرینو د اپلیکیشن لپاره ملاتړ

ایا تاسو کډوال یاست که پناه غوښتونکی؟
ایا تاسو خپل حقونه پیژنئ؟
ایا تاسو مرستې ته اړتیا لرئ؟
ایا تاسو ټپي شوی یاست؟

نور معلومات
eu
germany
ministry
federal
iom